د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر په تخار ولایت کې له نمک آب کانال  پروژې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۱۶
1

 د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور د تخار ولایت د نمک آب ولسوالي اړوند د نمک آب کانال پروژې څخه په داسې حال کې چې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د سیند د غاړو د تحکیماتو رئیس محترم مولوي سید غلام مشواڼي، د تالقان فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي صبغت الله قانع او یو شمیر ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو یې ملتیا کوله، لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د نمک آب  ولسوالي ځایي مسؤولینو او قومي مشرانو د نمک آب کانال پروژې اړوند چې ۱۱۰۰ متره اوږدوالی لري، ځینې تخنیکي او ساختماني ستونزې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu