د اوبو او انرژي سرپرست وزير د سمنګان ولايت د آب کيلي بند له سيمې څخه ليدنه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۷ - ۹:۱۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور د سمنګان ولايت په خرم ولسوالي کې د آب کيلي بند له سيمې څخه په داسې حال کې چې  د سمنګان والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي، د شمال سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنير رفيع الله مجتبى،د پنج آمو سينديزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکيم حاجي حکمت، د بلخ سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسى جان حقبين، د سمنګان سينديزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد عمر انس يې ملتيا کوله، ليدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزير سيمه ايزو مسٶلينو او د ياد ولايت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ،چې د دغه بند چارې به د متوازنې پراختيا او شته امکاناتو په پام کې نيولو سره پرمخ يووړل شي.

د يادونې وړ ده، چې د نوموړي بند سروي په 2014 زيږديز کال کې ترسره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu