د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د صیاد له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۸:۴۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د وزارت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو د صیاد له سیمې څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د اوبو  سرچینو د ارزونې په موخه کابل ښار ته د څښاک اوبو د برابرولو لپاره ترسره شوه او د صیاد سیمه یو له هغو سیمو څخه ده چې د اوبو ورکولو لپاره د مناسبې وړتیا درلودنکي ده.

د دغې سیمې لومړني مطالعات د جاپان د جایکا موسسې او د اوبو او انرژي وزارت له لوري ترسره شوې او لا زیات مطالعات به یې په راتلونکي کې ترسره شي.

د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کېدو وروسته، د بودجې او اړینو امکاناتو په چمتو کېدو سره به په راتلونکي کې له نوموړې سیمې څخه کابل ښار ته د اوبو د لېږد لپاره اړین اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu