د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب له والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۲:۲۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د فاریاب له والي محترم مولوي عبدالاحد فضلي سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د فاریاب والي د هغه ولایت د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په اشارې سره د دهن درې بند د جوړولو، د المار بند د جوړولو او په هغه ولایت کې یې د یو شمېر نورو پراختیايي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب والي ته ډاډ ورکړ، چې د دهن درې بند د جوړولو پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او  ان شاالله په راتلونکي کې د بودجوي امکاناتو په چمتو کېدو سره به یې چارې پيل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu