د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فاریاب ولایت د دهندرې بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۶:۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی، د شیرین تګاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محي الدین مبارز او د یاد ولایت د یو شمېر قومي مشرانو  په ملتیا د دهندرې بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي بند د پاتې چارو د بشپړولو په هکله د شته امکاناتو او متوازن انکشاف په پام کې نیولو سره د یاد ولایت له مسؤلینو سره بحث او د اندونو تبادله وکړه او خبریالانو ته یې په دې هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې د دهندرې بند چارې ۳-۲ سلنه بشپړې شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

ارزګان ولایت کې د دهزک او ګرماب چکډیمونو څخه څارنه ترسره شوه

ارزګان ولایت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د دهراود ولسوالي اړوند د دهزک چکډیم او مرکز ترینکوټ اړوند د ګرماب چکډیم څخه څارنه ترسره کړه.

د دهزک چکډیم کندن کاري چارې ۹۰ سلنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

کونړ ولایت د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت  د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومی ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست تخنیکي ټیم، د کونړ د فرعي سیندیزې حوزې ریاست کې د انرژي د مثمریت او تحفظ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د برېښنا رسونې وضعیت او د نوو برېښنايي شرکتونو پېژندنه وڅېړل شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنايي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست یو پلاوی، د برېښنا مارکېټ د حقوقي رئیس خلیل‌الرحمن فاروقي په مشرۍ، د برېښنا رسونې وضعیت د ارزونې او شته ستونزو ته د رسېدنې. . .

بیرته تګ

User account menu