د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د فراه ولایت د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې له قراردادي مسؤل سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۳:۵۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې  د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو پروژې له قراردادي مسؤل محترم جمشید شاهي او ورسره مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د نوموړې پروژې د چارو د پرمخ وړلو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړې پروژې د چارو پرچټکتیا باندټینګار وکړ او د قراردادي شرکت مسؤلینو ته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره ښه زمینه چمتو شوې ده او مونږ په دې برخه کې هر ډول همکاري ته چمتو یو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د بخش آباد بند د انحرافي تونلونو قراردادي مسؤل او تخنیکي ټیم ته لارښوونه وکړه، چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره په ګډه او بشپړه همغږي سره د دغې پروژې چارې پرمخ یوسي.

په ورته مهال، د نوموړې پروژې قراردادي مسؤل او تخنیکي ټیم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ته د دغې پروژې د چارو دغوره پرمخ وړلو او د وزارت له تخنیکي ټیم سره د چارو په پرمخ وړلو کې د بشپړې همکاري او همغږي په موخه ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې د بخش آباد بند پروژه په فراه ولایت کې  د اوبو او انرژي وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د اوبو لګولو په برخه کې  د دغه ولایت د خلکو ډیرې ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu