د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان له والي سره په هغه ولایت کې د شاهي کانال د پروژې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۳:۳۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لغمان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل او د شاهي کانال د پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې د شاهي کانال پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري  او له نېکه مرغه نوموړی کانال په پراختیايي بودجه کې هم شامل شوی دی.

په ورته مهال، ښاغلي منصور زیاته کړه، چې د دغه وزارت له لوري د نوموړي کانال ډیزاین او نورې تخنیکي چارې ترسره شوې او هڅې روانې دي چې عملي چارې یې هم ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۴:۵
Background image

په کابل سیندیزه عمومي حوزه کې د سیول 3D  او جي آی اس برنامو څخه په ګټې اخیستنې سره د چکډمونو او اوبولګولو کانالونو د ډیزاین ښوونیزه برنامه پيل شوه

د مخکنیو ښوونیزو برنامو په لړ کې دغه برنامه هم د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د بشري سرچینو ریاست له لوري د کابل عمومي سیندیزې حوزې او د هغې تر چتر لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د هلمند ولايت د کجکي بند څخه د ساتنې او پاملرنې په موخه نظارت تر سره شو

د اوبو او انرژي وزارت د انجنيري چوپړتياوو عمومي رياست اړوند د اوبو تاسيساتو او شبکو د ساتنې، پاملرنې او ګټې اخیستنې رياست تخنیکي ټيم هلمند ولايت ته د سفر په ترڅ کې د کجکي بند د بيارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۹:۴۳
Background image

د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوه شرکتونه چې د خپلو هنګرونو پر بامونو باندې لمریزه برېښنا فعاله کړې، وستایل شول

 

د هرات مرستیال والي محترم مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هریرود- مرغاب عمومي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا، د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محترم. . .

بیرته تګ

User account menu