د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر له مرستیال والي سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د لوګر له مرستیال والي محترم مولوي عنایت الله شجاع، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د سوداګرۍ خونې رئيس محترم مولوي محمد یعقوب مومند او د هغه ولایت له یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د لوګر مرستیال والي د هغه ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل او په هغه ولایت کې یې د پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر مرستیال والي او نورو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.