د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا له پروژې څخه د لېدنې پرمهال وویل چې دغه پروژه به په نږدې راتلونکي ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۷:۵۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل د دغه وزارت یو شمېر رئيسانو او د قراردادي شرکت مسؤلینو د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا له پروژې څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي منصور د نوموړې پروژې څخه د لېدنې پر مهال یادونه وکړه، چې د دغې پروژې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې پلي کول د انرژي د پراختیا په برخه کې یو مثبت ګام وباله او یادونه یې وکړه، چې عمومي شبکې ته د دغې پروژې د ۱۰ میګاواټه برېښنا په نښلولو سره به په کابل او ننګرهار کې د برېښنا ډیرې ستونزې هوارې شي.

د یادونې وړ ده، چې د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي شوې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

په پکتيا ولايت کې د سورکي شاهي کوټ چکډيم چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست مسؤلينو د روحاني ولسوالي اړوند د سورکي شاهي کوټ چکډيم پروژې د ودانيزو چارو له بهير څخه څارنه وکړه.

د ياد چکډيم چارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې

۵/۵/ ۱۴۴۸هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۵ هـ.ل

په هلمند ولايت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې چې په بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي، شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به يې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

بیرته تګ

User account menu