د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د څو ولسوالیو له مشرانو سره وکتل او د اوبو او انرژي د پروژو په هکله یې خبرې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۶:۲۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خوست ولایت د صبریو ولسوالي، د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالي، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي او د پکتیا ولایت د شاهي کوټ د کلي له مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو ولسوالیو مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره شریک کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د متوازنې پراختیا او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دوی ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د آمو سيند څنډو د ټینګښت ریاست کارمندانو د خپلې یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه ورکړ

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست له کارمندانو سره د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ناسته ترسره او د نوموړې پېښې شهیدانو روح ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۳:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د لبلان کانال د اکویډکټ پروژې چارې ۹۸ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې د لبلان کانال اړوند د اکویډکټ پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤولینو ته یې د چارو د غوره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۰:۴۵
Background image

پکتیکا ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پکتیکا ولایت په سر حوضې، ارګون، او سروبي ولسوالیو کې د ګلردین سربند او استنادي دېوال، د بي بي کوټ او بهلول سربندونه او استنادي دېوالونه او د تیري‌خیلو د څښاک اوبو رسولو شبکې پروژه د. . .

بیرته تګ

User account menu