د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د چینایي «یلوریور» شرکت له مسؤلینو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۵:۱۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د چینایي «یلوریور» شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې د چارو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د نوموړي شرکت د پانګونې د لېوالتیا ستاینه وکړه او د لا زیاتې همغږۍ او د چارو پر چټکتیا باندې په ټینګار سره، یادونه وکړه چې د وزارت د رهبري مقام هڅه کوي چې د باغدرې د برېښنا بند په پروژه کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړي.

په ورته مهال، د نوموړي شرکت مسؤلینو د دغه وزارت د پرژو په ځانګړې توګه د باغدرې د برېښنا بند په هکله د خپلو فعالیتونو او تخنیکي مطالعاتو په تړاو معلومات ورکړل او د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ.

هغوی همدارنګه وویل، چمتو دي چې د دغه وزارت د انجنیرانو د تخنیکي ښوونې په برخه کې هم همکاري وکړي.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu