د اوبو او انرژي سرپرست وزیر پکتیا ولایت ته سفر ترسره کړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۴:۳۹
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف " منصور" د ولایتونو د سفر په ترڅ کې پکتیا ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي ددې لیدنې په بهیر کې د پکتیا ولایت له مرستیال والي محترم مولوي صاحب انعام الله صلاح الدین او د پکتیا ولایت د فرعي سیندیزي حوزې له رئیس محترم مولوي صاحب محمد کریم فاتح سره ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې په پکتیا ولایت کې د اوبو د مدیریت او برېښنا د تولید په هکله خبرې او د نظر تبادله وشوه، وزیر صاحب یادو چارواکو ته ډاډ ورکړ چې شته امکاناتو ته په کتو به ددوی د ستونزو د حل په موخه اقدامات وکړي.

دغه راز محترم وزیر صاحب ددغه سفر په ترڅ کې له پخوانیو جهادي قومندانانو محترم قومندان صاحب شیرالله، حاجي صاحب جلیل، حاجي غلام نبي، محمد کریم، محمد رحیم، او حاجي ستار سره ناسته ترسره کړه، ښاغلي وزیر صاحب له یادو قومندانانو سره د علاقې وړ او اړینو مسایلو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه؛ د هغوی د تېرو جهادي فعالیتونو او قربانیو یادونه یې وکړه او ویې ویل چې مونږ ستاسو قربانیو او اتلولیو او د اوسني اسلامي نظام د ټینکښت په هکله ستاسو نظرونو، نیوکو او وړاندیزونو ته د قدر او درنښت په نظر ګورو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu