د اوبو او انرژي سرپرست وزیر پکتیا ولایت کې د یوې مدرسې د علماو او حفاظو کرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۳:۵۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالي کې د خلیفه صاحب عبدالواحد نقشبندي د جامعه نقشبندیه مدرسې د علماو  او حفاظوکرامو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ او د نوموړې مدرسې علماو او حفاظو کرامو ته د مبارکي ویلو ترڅنګ  د نوموړ مدرسې د استادانو هڅې وستایلې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه غونډه کې  په اوسني شرایطو کې د دیني علومو د زده کړې، ارزښت د علماو د مسؤلیتونو او د دین او دیني ارزښتونو په ساتنه کې د علماو د رول په هکله خبرې وکړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه فراغت غونډه کې له علماو او حفاظوکرامو څخه وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره او د اسلامي نظام د ټینګښت او د شریعت د پلي کېدو  په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په نوموړي فراغت غونډه کې د اسلامي امارت د اقتصادي او سیاسي تګلارو په هکله هم خبرې وکړې او په دې هکله یې اړین معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵۷
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او حفظ او مراقبت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري په تڼیو، ګربزو او علیشیرو ولسوالیو کې د اوبو رسولو، تحکیماتي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

فاریاب ولایت کې د اوبو کموالي ستونزه د هغه ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریکه شوه

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او په نوموړې ولسوالي کې د اوبو کموالي ستونزو د هوارولو په هکله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۵۲
Background image

هرات ولایت کې د یوه چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هریرود – مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هرات د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل د نوموړو ریاستونو ګډ تخنیکي ټیمونو د دغه ولایت د. . .

بیرته تګ

User account menu