د اوبو او انرژي وزارت او لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د همکاري هوکړه ليک لاسليک شو

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۱۶:۴۵
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم ملا عبداللطيف منصور د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير محترم شيخ ندا محمد نديم سره د دواړو وزارتونو ترمنځ د علمي او تخنيکي ګډ هوکړه ليک لاسليک کړ.

د نوموړي برنامې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين محترم دوکتور لطف الله خيرخواه د ادارو ترمنځ د علمي او کاري اړيکو اهميت ته په اشارې سره ، د ياد هوکړه ليک لاسليکول د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږيو په برخه کې ارزښتناک وبالهٔ.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم ملا عبداللطيف منصور د نوموړي هوکړه ليک لاسليکول د دواړووزارتونو ترمنځ د علمي او تخنيکي تجاربو په برخه کې ګډه همکاري وبلله او ټينګار يې وکړ چې اوس هغه مهال را رسېدلى چې په ګډې همکاري سره د هېواد د آبادۍ په لار کې له ټولو علمي او مسلکي ظرفيتونو څخه په غوره توګه ګټه واخيستل شي.

په ورته مهال، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير ښاغلي نديم  هم د نوموړي هوکړه ليک لاسليکول د دواړو وزارتونو ترمنځ د همکاري او همغږۍ په برخه کې اړين او اغېزمن وباله او د دواړو وزارتونو ترمنځ يې د علمي، تخنيکي، څېړنيزو او مسلکي  تجاربو د شريکولو په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې ياد هوکړه ليک د دوو اړخيزو اړيکو د ټينګولو، د علمي او تخنيکي تجاربو د شريکولو، د علمي څېړنو د بهير د آسانتياوو، د کار آموزي فرصتونو د برابرولو، د وړتيا لوړولو برنامو د رامنځته کولو او د دواړووزارتونو ترمنځ د نورو ګډو علمي او تخنيکي همکاريو په موخه لاسليک شوى دى.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu