د اوبو او انرژي وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۶:۵۰
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي معین محترم مولوي عبدالسلام حقاني او د داړو لورو د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، اوبو او انرژي سکتور پورې اړوند د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون د ځنډول شوو پروژو، د معلوماتو د تبادلې په تړاو د همکاري او همغږي د پياوړتیا، د ارقامو او وړاندیز شوو طرحو د پراختیا د څرنګوالي، د اوبو پروژو په ډیزاین کې د اقلیم بدلون د موضوعاتو په پام کې نیولو او په ګډه توګه د چارو د پرمخ وړلو په موخه د تخنیکي کمېټې په رامنځته کولو باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مالي معین محترم مولوي عبدالسلام حقاني د چاپېریال ساتنې اهمیت او اقلیمي بدلونونو ننګونو ته اشاره وکړه او د اړوندو ادارو همکاري یې په دې برخه کې اړینه او اغېزمنه وبلله.

په ورته مهال، د اوبو معین هم د اوبیزو سرچینو  د مدیریت په برخه کې د ګډو همکاریو،  د چاپېریال ساتنې او له هغو ستونزو سره مبارزې ته چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته شوې  اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اړینه ده په دې برخه کې له اړوندو ادارو یوه ګډه کمېټه رامنځته شي، ترڅو په ګډه کار وکړي.

په پای کې دواړو لورو پر ګډو همکاریو او همغږیو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu