د اوبو او انرژي وزارت دکورنۍ پلټنې رئيس د هېواد د شمال ختیځ زون له سیندیزو حوزه څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳ - ۱۴:۱۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل پلاوي د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې او د لاندني کندز، تالقان، د دشت قلعې لاندني پنج، کوکچې او د پورتني اشکاشم پنج سیندیزو حوزو ته د کورنۍ پلټنې له پروسې څخه د څارنې، د کورنۍ پلټنې د اصلاحي تعقیب او د نوموړو سیندیزو حوزو مسؤلینو او کارمندانو ته د لارښوونې او پوهاوي ورکولو په موخه سفر وکړ.

د کورنۍ پلټنې رئیس او وسره مل پلاوي په دې سفر کې، د یادو حوزو پلټونکو، مسؤلینو او کارمندانو ته د کورنۍ پلټنې د پروسې په هکله د اسلام د دین په ړنا کې بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې باید د ادارو فعالیتونه او کړنې د کاري پروسو د اصلاحاتو لپاره وپلټل شي. هغه زیاته کړه چې پلټنه یوه خپلواکه، پر موخو ولاړه ، ډاډمنه او مشوره ورکول دي، چې د اداري سرغړونو د مخنیوي او د سیسټمونو او پروسو د سمون او د اصولي معیارونو د رعایتولو لپاره د ادارو له اړینو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.

د کورنۍ پلټنې رئيس او ورسره مل پلاوي په ساحه کې د ټاکل شوو پلټونکو د کړنو او د پلټنې له پروسې څخه څارنه وکړه او هغوی ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو لپاره اړین هدایات ورکړل.

په ورته مهال، ښاغلي سهار د هېواد د شمال ختیځ زون له مسؤلینو او کارمندانو سره د کتنې په بهیر کې د پلټنې د اصلاحي سپارښتنو د پلې کولو د ارزښت او اړتیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه. هغه وویل چې د پلټنې اصلاحي سپارښتنې د پلټنې لاندې ادارو له مکلفیتونو څخه دي او هغه ادارې چې د پلټنې د پلان د ننه او بهر تر پلټنې لاندې نیول کېږي، مکلفیت لري، ترڅو د کورنۍ پلټنې، د پلټنې عالي ادارې او نورو څارنیزو بنسټونو اصلاحي اندونه له خنډ او ځنډ  پرته د خپلو ادارو د چارو د غوره والي لپاره عملي کړي.

همدارنګه د کورنۍ پلټنې رئيس د نوموړو سیندیزو حوزو د مسؤلینو او کارمندانو سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې بحث او د اندونو تبادله وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د هغوی ستونزې به د وزارت له رهبري سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu