د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یو پلاوي په مشري کاپیسا ولایت ته د باغدرې برېښنا بند ساحې د لېدلو په موخه سفر وکړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۹:۴۱
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشري چې پکې د دغه وزارت تخنیکي مسؤلینو، د کانونو او پټرولیم وزارت استازي او د MCC چینایي شرکت رئيس ښاغلي سونګ ون بین او د دغه شرکت تخنیکي مسؤلینو شتون درلود، کاپیسا ولایت ته د باغدرې برېښنا بند د تخنیکي، اقتصادي او ټولنیزې ارزونې په موخه سفر وکړ.

د انرژي محترم معین او ور سره مل پلاوي او د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم انجنیر کاوه خروش د باغدرې برېښنا بند د ساحې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې.

په ورته مهال، د دغه وزارت د انرژي معین او ورسره مل تخنیکي پلاوي کاپیسا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د کاپیسا له والي محترم قاري بریال او مرستیال یې محترم شیخ اسدالله سنان سره وکتل او د نوموړي بند په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدغه راز، د انرژي محترم معین د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او  د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د یادونې وړ ده، چې د باغدرې برېښنا بند د چارو پیل د اوبو او انرژي وزارت په لومړیتوبونو کې ده او په جوړېدو سره به یې ۲۴۰ میګاواټه برېښنا تولید او ۲۰۵ میلیون متره مکعب اوبه ذخیره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu