د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین همکارانو ته ور وپېژندل شو او په دغه معینیت کې یې رسما خپله دنده پیل کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۰ - ۱۳:۵۹
1

محترم مولوي حمدالله زاهد چې تر دې مخکې یې په مالیې وزارت کې د اداري معین په توګه دنده ترسره کوله، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په توګه ټاکل شوی او په یوې ناستې کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د انرژي معین د ور پېژندلو پر مهال د دغه سکتور ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې په هېواد کې د انرژي سکتور د پراختیا لپاره ډېرې هڅې ترسره شوې او له نیکه مرغه د دغو هڅو له کبله د نوموړي معینیت چارې سمبال شوې او د برېښنا انرژي د تولید او پراختیا لپاره هم ارزښتناکې کړنې ترسره شوې دي.

ښاغلي منصور زیاته کړه، تمه ده چې له دې وروسته د معین صاحب په شتون کې چې یو رښتینی، وړ او با اخلاص کس دی، د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې لا اغېزمن ګامونه پورته شي.

په ورته مهال، د چارو ادارې عمومي ریاست مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد صابر معتصم باالله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د لوستلو ترڅنګ، د افغانستان د اسلامي امارت په اډانه کې د انرژي د نوي معین کړنې وستایلې او هغوی ته یې د افغانستان د خلکو لپاره د خدمت ترسره کولو په برخه کې د لا زیاتو توفیقاتو غوښتنه وکړه.

همدغه راز، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي نوی معین محترم مولوي حمدالله زاهد هم په دغه ناسته کې وویل، چې مقام او دنده یو ویاړ نه بلکې یو دروند مسؤلیت دی، چې مونږ د هغه په واسطه آزمایل کېږو. هغه ټینګار وکړ، چې اوسمهال مونږ ټول په الهي آزموینه کې یو، او په دغه ډګر کې له یوې خوا د خدای(ج) په وړاندې مسؤل یو او له بلې خوا د افغانستان ملت هم پر مونږ باندې حق لري چې هغوی ته په رښتینې توګه خدمت وکړو.

غونډه د پایدارې انرژي د عمومي رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار له خوا په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu