د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونیزه تخینکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۱۴:۰
1

دا ناسته د اوبو سکتور د ټولو رئيسانو په شتون سره  په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو د پلي کیدو، د اوبو رسولو او آبریزو مدیریت او یو شمېر نورو تخنیکي موضوعاتو د څېړلو په موخه جوړه شوه.

په دغه ناسته کې، په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د مصنوعي تغذیې پروژو د پلي کیدو په برخه کې د لازمو تدابیرو نیولو، له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو رسولو په پروژه کې د پانګونې د را جلبولو په خاطر د صنعت او سوداګري وزارت سره همغږي، د کابل ښار د آبریزه یې پروژو د مدیریت لپاره د تخنیکي ټیم معرفي او نورو پروژو په هکله چې په لومړیتوب کې دي بحث او د نظر تبادله وشوه.

د یادي غونډې په دوام کې، رئيسانو مطرح شوي موضوعات په مفصله ټوګه وڅېړل او تر هر اړخیز بحث وروسته یې اړین تصمیمونه یې ونیول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu