د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۲:۱۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشرې لاندې د یاد معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ځمکې لاندې اوبو څخه په قانوني ډول د ګټې اخیستنې او د  اوبو په برخه کې د ملي او سترو پروژو د پلي کولو په تړاو د ملي تدارکاتو کمېسيون د مصوبې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او په دې برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د پورتنیو موضوعاتو په هکله د دغې  ناستې د ګډونوالو د اندونو تر اورېدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او تعقیب په اړه اړین هدایات ورکړل.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو معینیت اونېزې تخنیکي ناستې د اوبو سکتور د پروژو د چارو د پرمختګ، چټکتیا، د پروژو د ستونزو د هوارولو او نوموړي معینیت پورې اړوندو موضوعاتو د څېړلو په هکله ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu