د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو چارو د عمومي ریاست، اړوندو څانګو او ادارو له کړنو څخه د یو لړ پخوانیو کتنو په لړ کې څارنه وکړه.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۱۵:۲۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلی انجنیر مجیب الرحمن عمر د اوبو چارو د عمومی ریاست د اړوندو ریاستونو او مدیریتونو د تطبیق او فعالیتونو وضعیت له نږدي وڅیړل.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د دې ادارې د فعالیتونو او ورځنیو کړنو د ارزونې پرمهال له ټولو کارمندانو څخه اړین معلومات وغوښتل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي عمر د اوبو د چارو عمومي ریاست له اړوندو ادارو څخه د لیدنې پر مهال د اوبو د تنظیم عمومي ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت د اهمیت په اړه ولس ته معلومات ورکړي، ترڅو د اوبو د سپما په موخه اعلانونه وشي. او ویډیو يې کلیپونه چمتو او ترتیب شي ، ترڅو د وزارت د ټولنیزو پاڼو او ملي راډیو او ټلویزیون له لارې خپاره شي.

د اوبو معین د کارکوونکو له فعالیتونو څخه د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې هم واوریدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu