د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د یوه اوکرایني شرکت له متخصصینو سره په لېدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د ګډې همکاري د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۴:۲۴
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د خپل کار په دفتر کې د یوه اوکرایني شرکت له یو شمېر متخصصینو سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې، او کرایني متخصصینو په افغانستان کې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژوه د پلي کولو په برخه کې د همکاري لېوالیتا څرګنده کړه او همدارنګه یې وویل، چمتو دي چې د ښوونیزو برنامو د پلي کولو په برخه کې  د افغاني انجنیرانو د تخنیکي وړتیا لوړونې لپاره هم همکاري وکړي.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د دغه وزارت له لوري د هر اړخیزې همکاري په برخه کې ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې اوسمهال په افغانستان کې د پروژو د پلي کولو لپاره په بشپړه توګه زمینه چمتو ده او دغه هېواد د انرژي د تولید لپاره د اوبو د کافي سرچینو درلودونکی هم دی.

په پای کې هوکړه وشوه، چې د لا زیاتې همغږۍ او د ګډو همکاریو لپاره د زمینې د چمتو کمولو په موخه په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي؛ چې له هغه سره سم نور اقدامات وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۲:۲۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند او د یوه چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۳ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۳ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د خروار ذخیروي بند او د اوبوکه غونډي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او د چارو پر چټکتیا باندې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۴۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د سعودي عربستان د انرژي وزارت له معین سره وکتل

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس "آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

بیرته تګ

User account menu