د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس همکارانو ته وروپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۲:۳۵
1

محترم الحاج محمد حارث زرمتي چې له دې وړاندې یې د اوبو او انرژي په وزارت کې د مقام د اقتصادي سلاکار او وروسته د دغه وزارت د تدارکاتو رئيس په توګه دنده ترسره کوله، اوس د وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ د دغه وزارت د برېښنا مارکیټ د حقوقي رئيس په توګه همکارانو ته وروپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز د برېښنا مارکیټ  د حقوقي نوي رئيس د ورپېژندلو پر مهال په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او د دغې چارې موخه یې د اجراآتو او چارو غوره مدیریت وباله.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي زرمتي د دیني زده کړو د ترلاسه کولو برسېره، د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه د لیسانس سند لري او د لندن د آکسفورد له پوهنتون څخه په آنلاین زده کړې سره د مسلکي محاسبې ډیپلوم هم تر لاسه کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu