د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئیس د لغمان سیندیزې فرعي حوزې له رئیس سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۰:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج مولوي فضل الرحمن سعید او ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او د یاد ریاست له کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړې حوزې د کړنو او شته ستونزو په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل او نوموړي پلاوي ته یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د داخلي پلټنې رئیس د اسلامي شریعت له نظره د پلټنې او د پلټنې د پروسې په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او د نوموړې حوزې کړنې یې هم وستایلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu