د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني او د وزارت د عمومي رئيسانو په ګډون ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې د دې وزارت اړوند د یو شمېر اړینو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.
د ناستې په بهیر کې عمومي رئيسانو د خپلو فعالیتونو په هکله په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي پروژو د چارو د پلي کولو په برخه کې د لازمې همغږي د رامنځته کولو ، په سیندیزو حوزو او په ولایتونو کې د انرژي زونونو لپاره د لازمو آسانتیاوو او اړینو تجهیزاتو د برابرولو په اړه لازم معلومات د وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د رئيسانو د معلوماتو او اندونو تر څېړلو وروسته، د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل او اړین تصمیمونه یې ونیول.
