د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري چارو د پلټنې په موخه د څارنې ، احکامو او فرامینو د تعقیب عمومي ریاست له پلاوي سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۰
1

دغه ناسته د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د څارنې، احکامو او فرامینو عمومي ریاست د پلټنې برخې د پلاوي،  د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي رئيس او د دغه وزارت د یو شمېر نورو رئيسانو په شتون کې د اوبو معینیت په دفتر کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د دواړو لورو ترمنځ د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري چارو د پلټنې په برخه کې  د همکاري او همغږي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین نوموړي پلاوي ته د دغه وزارت له لوري د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او اړوندو رئيسانو ته یې د چارو د پرمخ وړلو په موخه د  اړینو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

له غزني ولایت څخه د پکتیکا مرکز ته د برېښنا د انتقالي مزي او د توزیعي شبکې سروې په چټکۍ روانه ده

۱۴۴۸/۵/۲هـ.ق مطابق۱۴۰۵/۷/۲۲ هـ.ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی و رعاه د حکم پر بنسټ، د انرژي د انجنیري چوپړتیاوو مشورتي ریاست د مسؤلینو له لوري له غزني ولایت څخه د پکتیکا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۳۸
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردې سهاک چکډیم جوړولو چارې شاوخوا ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۲ هـ.ق مطابق ۲۲/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په نرخ ولسوالي کې د سردې سهاک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد چکډیم چې د موسمي اوبو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۲۳
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب په ریاض کې د افغانستان اسلامي امارت له لوی سفارت څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱ هـ.ق، مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۱ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس"آخندزاده" صاحب او مل پلاوي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ریاض. . .

بیرته تګ

User account menu