د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار په کنړ ولایت کې د انرژي د تولید لپاره د یو شمیر موقعیتونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۱:۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم او ورسره مل د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا دوست محمد حنفي او د یاد ریاست تخنیکي ټیم د کنړ سیند او ددغه سیند د مرستیالانو، د پیچ او شرقي نورستان لنډي سیندونو په مسیر کې د هایدرولوژي استیشنونو، د کنړ ولایت د مرورې، شیګل، اسمار، غازي آباد، ناړۍ، وټه پور، ماڼوګي او د نورستان ولایت په کامدیش ولسوالي کې د انرژي د تولید لپاره موقعیتونه له نږي ولیدل.

همدارنګه یې د نوموړو ولسوالیو له مسئولینو او ولسي وګړو سره په لیدنه کې ددوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د انرژي د تولید، د کرنې سکتور د پراختیا او نورو بنسټیزو پروژو د پلي کولو په برخه کې به ددوی غوښتنې د اسلامي امارت تر مشرانو ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۴۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند  ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه. . .

بیرته تګ

User account menu