د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د پلي کولو په موخه د یاد وزارت او ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۲:۳۱
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسي حال کې چې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د یاد وزارت یو شمیر رئیسانو شتون درلود، د ملي پراختیا شرکت له رئیس محترم عبدالرحمن عطاش او د یاد شرکت له یو شمیر نورو مسئولینو سره ددغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې د اوبو او برېښنا د تولید پروژو لکه، د زابل ولایت د توري بند، د پکتیکا ولایت د پلتوني بند، د پکتیا ولایت د مچلغو بند، د ګمبیري پروژې او ددغه وزارت د یو شمیر نورو پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ددغه وزارت د پروژو ارزښت ته په اشارې سره تر کار لاندې پروژو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ او د نوموړي شرکت له مسئولینو څخه یې وغوښتل، چې د نویو پروژو چارې دې هم په راتلونکي کې پیل کړي.

په ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت رئیس هم د اوبو او انرژي وزارت رهبري ته ډاډ ورکړ، چې ددغه وزارت د لازیاتو پروژو پلي کولو ته ژمن او هوډمن دی او اړین چمتوالی ورته لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۷:۴
Background image

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هرات د برېښنا له رئيس سره وکتل

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

بیرته تګ

User account menu