د اوبو او انرژي وزارت د کارمندانو لپاره د اجراآتو د ارزونې ورکشاپ د دې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۴:۴۵
1

یاد ورکشاپ د وزارت د جومات د ملا امام ښاغلي مولوي سید هارون له خوا د قرآن کریم د آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او وروسته د اوبو اوانرژي وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي الحاج غلام جیلاني حق پرست چې د یاد ورکشاپ د پرمخ وړلو مسؤلیت په غاړه درلود، د چارو ادارې میلمنو او ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې ورکشاپ ترسره کول یې د کارمندانو د کړنو د اجراآتو د ارزونې او د چارو د غوره پرمخ وړلو په برخه کې ګټور او ارزښتناک و باله.

د ورکشاپ په دوام کې، د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د اجراآتو د ارزونې د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ: " لکه څنګه چې پرله پسي کلونه مو په ټینګ هوډ سره د اشغالګرانو په وړاندې مبارزه وکړه اوس هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان د خلکو  لپاره د رښتینې خدمت رسونې په ترسره کولو کې د دې سپیڅلي جهاد ارزښتونه وساتو. "

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي الحاج محمدالدین نیازي د چارو د ادارې د پلاوي له زحمتونو څخه چې د  اجراآتو د اروزنې ورکشاپ د جوړولو په موخه دې وزارت ته راغلي، هرکلی وکړ او د دې وزارت له ټولو کارمندانو څخه یې و غوښتل چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو سره په رښتینې توګه د هېواد د هوساینې په برخه کې هڅه وکړي.

په ورته مهال، د ملکي خدمتونو د حقوقي او تګلارو چارو رئيس ښاغلي سید مسعود مخلص د اجراآتو د ارزونې د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې او دغه اروزنه یې د چارو د غوره پرمخ وړلو لپاره ارښتناکه وبلله. ښاغلي مخلص د دې ورکشاپ لپاره د زمینې د برابرولو په پار د اوبو او انرژي وزارت له همکاریو څخه مننه وکړه.

په پای کې د چارو ادارې او د اوبو او انرژي وزارت کارپوهانو د یوه بشپړ پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د اوبو او انرژي وزارت له کارمندانو سره د اجراآتو د ارزونې د پروسې په هکله اړین معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu