د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له رئیس سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۱:۴۲
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له رئیس محترم الحاج ملا وکیل احمد نقي سره وکتل او په ارزګان ولایت کې د آغاجان او شفلوغ بندونو د چارو د څرنګوالي پرمخ وړلو په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور وویل، چې د آغاجان بند د جوړولو چارې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمیسیون له لوري ملي پراختیا شرکت ته سپارل شوې دي او همدارنګه د شفلوغ بند د ډیزاین او جیو تخنیک چارې هم پای ته رسیدلې دي.

په دغه لیدنه کې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس د نوموړي ریاست اړوند ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

همدارنګه، د یادې لیدنې په پای کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور له لوري د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم الحاج ملا وکیل احمد نقي ته جهادي ستاینلیک هم ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې په ارزګان ولایت کې د سرآب او مني غار بندونو د تخنیکي سروې په موخه هم اړوندو مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې شاوخوا ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له بنسټیزو پروژو څخه ده، چې د اوبیزو سرچینو د غوره مدیریت، د کرنې د ودې او د. . .

بیرته تګ

User account menu