د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د ننګرهار والي او د دغه ولايت د اوبو او انرژي له رئيس سره د کډوالو ستونزو ته د رسيدګي او د اوبو او انرژي د پروژو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۲ - ۱۱:۴۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور ننګرهار ولایت د خپل سفر په ترڅ کې د دغۀ ولايت له والي محترم حاجي محمد‌ نعیم آخند او د ننګرهار د اوبو او انرژي رئیس محترم عبدالاحد پاچا سره د بېرته را ايستل شوو کډوالو ستونزو ته د رسيدګي او د نوموړي ولايت د اوبو مديريت او د انرژي پراختيا د پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

ښاغلي منصور د ننګرهار ولايت د اوبو او انرژي رئيس ته سپارښتنه وکړه چې د کډوالو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې له اړوندو ارګانونو سره همکاري وکړي.

هغه همدارنګه د ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ چې د شته امکاناتو په نظر کې نيولو سره به په دغه ولايت کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړينې کړنې تر لاس لاندې ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu