د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هرات، غور او بادغیس ولایتونو له والیانو سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۰ - ۱۴:۳۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د هرات والي محترم شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار، د غور والي محترم مولوي احمد شاه دین دوست او د بادغیس والي محترم مولوي عبدالصمد جاوید سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د هرات، غور او بادغیس ولایتونو والیانو د یادو ولایتونو د خلکو ستونزې د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام سره شریکې کړې او په نوموړو ولایتونو کې یې د اوبو  او انرژي پروژو دپلې کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د نوموړو ولایتونو والیانو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري هڅه کوي، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د یادو ولایتونو د اوبو او برېښنا ستونزو ته رسیدګي وشي.

همدارنګه هغه په دې لیدنه کې په هرات ولایت کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د پيل په هکله خبر ې وکړې او همدارنګه یې یادونه وکړه چې د ټاپ د برېښنا مزي د لېږد د پروژې د پلې کولو په برخه کې به هم د ترکمنستان هېواد له پلاوي سره خبرې وکړي، تر څو چارې یې په راتلونکي کې پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu