د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د هلمند سیندیزې فرعي حوزي له رئیسانو  سره و کتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۶ - ۸:۵۷
11/4/1443

 

ښاغلي ملا عبداللطیف" منصور"، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر نن د قاري عبدالهادي، د هلمند سیندیزې حوزې عمومي رئیس او د ښاغلی مولوي محمد یعقوب"قایم"،  د هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئيس، سره لیدنه ترسره کړې.

په دغه لیدنه کې، د هلمند سیدیزې حوزې عمومي رئیس د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادي حوزېد پروژو په هکله او همدارنګه خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د وزارت رهبري ته وړاندې کړ ل او د وزارت د رهبري له خوا د هدایاتو غوښتونکی شو.

په ورته وخت کې، ښاغلي ملا عبداللطیف" منصور"، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د چارو لا چـټکتیا لپاره د یادو  حوزو رئیسانو ته لازم هدایات ور کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu