د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له یو شمېر ترکي پانګوالو سره په لېدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې اترې وکړې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۹:۴۰
1

 د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د TSA شرکت له مسئول او یو شمېر نورو ترکي پانګوالو سره وکتل او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې او د ګډو همکاریو د پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

 په ياده لېدنه کې د TSA شرکت مسئول په افغانستان کې د ترکي پانګوالو د جلب او جذب په موخه په افغانستان او ترکیي کې د همغږي دفترونو د جوړولو طرحه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزير سره شریکه کړه او په دې برخه کې یې د همکاري غوښتنه وکړه.

 په ورته مهال کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزير د ترکي پانګوالو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ، چې لومړی باید د افغانستان د اسلامي امارت له اقتصادي کمېسیون سره لازمه همغږي رامنځته شې او بیا دې د ياد شرکت طرحه د پانګوالو د جذب په موخه تطبيق شې.

 ښاغلي منصور يادو پانګوالو ته د اوبو او انرژي وزارت د اړونده څانګو د همکاري ډاډ ورکړ او په افغانستان کې یې د پانګونې په برخه کې د دوی له لېوالتیا څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu