د اوبو او انرژي وزارت سلاکار معرفي شو

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۸ - ۱۴:۱۲
1

ښاغلی ډاکټر غلام فاروق" اعظم " د اوبو او انرژي وزارت د سلاکار په توګه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو او انرژي معینانو او د وزارت د مرکزي رئیسانو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" له خوا د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست و زیر ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور" د وزارت د سلاکار د پېژندلو په غونډه کې هغوی نه ستړي کیدونکی مجاهد  او ستر علمي شخصیت و باله او په ور سپارل شوي دنده کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

 د یادولو وړ ده، چې ښاغلی ډاکټر غلام فاروق "اعظم" د کندهار ښار په لومړي ناحیې کي زیږیدلی او د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې په آمریکا او انګلستان کې د دوکتورا تر کچې پوري زده کړې ترسره کړي دي.

 ښاغلی ډاکټر غلام فاروق" اعظم" د مجاهدینو په حکومت کې د ښوونې او روزنې او همدار راز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو وزیر په توګه دنده ترسه کړي ده.

ښاغلی ډاکټر غلام فاروق "اعظم " اوس د اوبو او انرژي وزارت د سلاکار په توګه د اوبو او انرژي وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا په منظوري سره نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu