د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې له رئيس، د برېښنا آمر او د یاد ولایت له مشرانو سره لیدنه ترسره کړه
د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ښاغلی حاجی محمدالدین نیازي دپکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې له رئيس، د برېښنا آمر او د یاد ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل
په دغه لیدنه کې، د ګومل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي قاري فتح محمد ذاکر، د برېښنا آمر ښاغلي محمد ایوب د خپلو کړنو، تشکیل، ستونزو او وړاندیزونو په هکله د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په ورته وخت کې، د پکتیکا ولایت قومي مشرانو په دغه لیدنه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د اوبو بندونو، چکډمونو، سربندونو او د اوبو کانالونو د جوړولو په هکله د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس سره شریک کړل.
د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس د وزارت د تخصیص شوي بودجې په هکله په یاد ولایت کې د اوبو بندونو، چکډمونو، سربندونو او د اوبو کانالونو د جوړولو په موخه هر اړخیز معلومات ګډون والو ته وړاندې کړل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه،چې ستونزو ته به یې ژر تر ژره رسیدګي وشي.
د دې لیدنې په پای کې، د اوبو او انرژي وزارت مالي او اداري عمومي رئیس د ګومل سیندیزې فرعي حوزې له دفترونو څخه لیدنه و کړه.
