د اوبو او انرژي وزارت کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد سمینار د دغه وزارت په عمومي تالار کې جوړ شو.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۶:۱۲
۱

دغه سيمينار چې د کارکونکو د ديني پوهې د کچې د لوړولو او د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو د زده کړې په موخه جوړ شوی وو  د اوبو او انرژي وزارت د پنځو رياستونو کارکوونکو په کې برخه اخيستې وه.

سیمینار د قران عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو. ورپسې د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوی ګل الرحمن "عارف" د قران کریم د مبارکو آیتونو او احادیثو په اقتباس سره د لمانځه د اهمیت او کیفیت په اړه خبرې وکړې.

محترم شیخ مفتي احسان الله "ابوالفیضان" د ژوند په چارو کې د الهي احکامو د عملي کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د پیروي په اهمیت خبرې وکړې او ټول کارکوونکي یې وهڅول چې د اسلام دین زده کړي او د ژوند په ټولو چارو کې یې عملي کړي.

د یادولو وړ ده چې د دې ادارې لخوا په ځلونو د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو لپاره د دعوت او ارشاد سیمینارونه جوړ شوي او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي ترڅو د وزارت ټول کارکوونکي له دغو سیمینارونو څخه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۷هـ.ل

د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د دوهم لاټ چارې تر اوسه پورې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې چارې د اوبو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۲۰
Background image

د لوګر ولايت د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

۱۴۴۸/۵/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۵ هـ.ل

د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالي اړوند د سرخاب ذخيروي بند په سيمه کې يو باب جومات جوړ او د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د رياست الوزرا عالي مقام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

بیرته تګ

User account menu