د اوبو او انرژي وزارت ۱۱ رئیسان خپلو نویو دندو ته معرفي شول.

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۶ - ۱۳:۴۴
۱

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست الحاج ملا عبداللطیف منصور په هغې غونډه کې چې د دغه وزارت ټولو سلاکارانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و؛ نوموړي خپلو همکارانو ته ۱۱ تنه رئیسان معرفي کړل چې د دغه وزارت د اړتیا او د افغانستان د اسلامي امارت د عالي مقام د پرېکړې په اساس نوو  دندو ته ګمارل شوي دي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د معرفت په غونډه کې د دغه وزارت لاسته راوړنې په لنډه توګه بیان کړې او وې ویل؛ سره له دې چې د وزارت بودجوي امکانات ډېر محدود دي، خو بیا هم د اوبو او انرژي د پروژو د تطبیق په برخه کې د دغه وزارت کړنې  د ستاینې وړ دي.

ښاغلي منصور په ادارو کې تغییر او بدلون یو اصل وباله او د دغو بدلونونو موخه یې د چارو د ښه تطبیق او د کاري تجربو او نظریاتو انتقال وباله.

په ورته وخت کې د اوبو او انرژي وزارت د دفتر رئیس محترم قاري محمد عبدالعزیز "عزیز" د دغه وزارت د رئیسانو د تقرر او بدلون په اړه د ریاست الوزراء عالي مقام فرمان ولوست. په پخوانیو دندو کې یې د رئیسانو له کړنو څخه مننه او په خپلو دندو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه

له بلې خوا د وزارت د رهبرۍ سلاکار ډاکټر فاروق اعظم تغیر او تبدل د تجربو د لېږد او د چارو د ښه والي په برخه کې اغېزمن وباله.

د یادنې وړ ده چې د ریاست الوزارء د حکم په اساس ښاغلی ملا عبدالقدیم د بشري سرچینو ریاست د رئیس په توګه، ښاعلی ملا اسدالله کاکړ د بشري سرچینو مخکینی رئیس د مالی او حسابي ریاست د رئیس په توګه، ښاغلی محمد جمیل سحیقي د مالي او حسابي مخیکینی رئیس د اوبو پروژو د کیفیت کنټرول د رياست د رئیس په توګه،ښاغلی انجینر حبیب الرحمن حقپال د کابل سیندیزې عمومي حوزې پخوانی رئیس د اوبو تاسیساتو او شبکو د ساتنې او پاملرنې او ګټې اخیستنې ریاست د رئیس په توګه،ښاغلی انجنیر حبیب الرحمن مبارز د اوبو تاسیساتو او شبکو ساتنې پخوانی رئیس د ډیزاین او سروې د ریاست د رئیس په توګه، ښاغلی انجنیر اعجاز الحق دانشیار د انرژي انجنیري او مشورتي خدمتونو پخوانی رئیس د اوبو لګونې او اوبو رسونې ریاست د رئیس په توګه،ښاغلی انجنیر محمد اسماعیل مموزی د اوبو لګونې او اوبو رسونې پخوانی رئیس د انرژي انجنیري او مشورتي خدمتونو ریاست د رئیس په توګه،ښاغلی محمد عارف مومند د سروې او ډیزاین پخوانې رئیس د کابل سیندیزې عمومې حوزې ریاست د رئیس په توګه، ښاغلی مولوی نورالله حکمت د تدارکاتو پخوانی رئیس د کابل منځنی سیندیزې فرعې حوزې  ریاست د رئیس په توګه، ښاغلی مولوي ولي محمد  تائب د کابل منځنی سیندیزې فرعې حوزې پخوانی رئیس د تدارکاتو ریاست د رئیس په توګه او ښاغلی انجینر جان محمد حریفال د انرژي قابل تجدید ریاست د رئیس په توګه، ټاکل شوي، همکارانو ته ور وپیژندل شول.

User account menu