د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر د خاتم الانبیا دارالایتام له شاګردانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۰:۴۶
1

د اوبو او انرژي وزرات سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د خاتم الانبیا دارالایتام له شاګردانو سره چې د نوموړي په بلنه کابل ته په سیاحتي سفر راغوښتل شوې وو، وکتل.

نوموړی دارالایتام د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر له خوا د هغو اتلو مجاهدینو د زامنو د غوره روزنې او پالنې لپاره چې پلرونه یې د آمریکایانو د ۲۰ کلن اشغال په وخت کې د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي دي ، جوړ شوی دی.

د یاد دارالایتام شاګردان د دې لپاره کابل ته په سیاحتي سفر راغوښتل شوې دي، چې د خپلو د پلرونو د نه شتون له کبله د خواشینۍ احساس ونه کړي او پوه شي چې د دوی د پلرونو د سنګر ملګري د دوی پالنې او روزنې ته ژمن او پر دوی  باندې د خپلو پلرونو په څېر شفقت کوونکي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu