د اوبو او انرژي وزیر ژوند لیک

ښاغلی ملا محمد یونس آخندزاده د ملا حبیب الله آخندزاده زوی په ۱۳۵۰هــ.ل کال کې د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالي اړوند د چنارتو په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

ښاغلي آخندزاده صاحب په  اسلامي علومو کې تر وړې دورې پورې زده کړې ترسره کړې او د اسلامي امارت له پیل سره سم زده کړې ترې پاتې شوي. نوموړی د مورنۍ ژبې پښتو ترڅنګ په دري ژبه خبرې کولای شي.

ښاغلي  ملامحمد یونس آخندزاده د اسلامي امارت د لومړي ځل حاکمیت پر مهال بېلابېل مسؤلیتونه ترسره کړي دي، چې د بېلګې په ډول یې د کابل تر فتحې وړاندې د یو څه وخت لپاره د میدان ښار د اول خط مسؤل، تر فتحې وروسته په کابل کې د پلچرخي فرقې مسؤل، د ننګرهار ولایت د قول اردو قوماندان، د کندهار ولایت د قول اردو مرستیال او د کابل د امنیه قوماندانۍ مسؤلیت یادولی شو.

د اشغال په وړاندې  د جهاد پرمهال ښاغلي آخندزاده خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د اشغال پر وړاندې یې په روانه مبارزه کې فعاله برخه واخیسته، په لومړیو کې د نظامي کمیسیون غړی و او وروسته د زابل ولایت مسؤلیت وروسپارل شو.

بیا پنځه کاله په پاکستان کې زنداني شو او له زندان څخه تر آزادېدو ورسته د زندانیانو کمېسیون مسؤلیت وروسپارل شو.

تر یاد مسؤلیت وروسته یې د جنوب ختیځي حوزې د نظامي کمیسیون او د مؤسساتو کمیسیون د مسؤل په توګه دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلې حاکمیت وروسته د عالیقدر اميرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر بنسټ د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

همدارنګه، ښاغلی الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د  عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه وټاکل شو، او د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت مسؤلینو او کارمندانو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې خپله دنده پيل کړه.

User account menu