د اوبو او انرژي په وزارت کې د مصوباتو د تطبیق د څارنې او اروزنې په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱ - ۱۵:۹
1

په یاده ناسته کې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او تګلارې مرستیال ښاغلي مولوي سیف الدین تائب سره د اوبو او انرژي په وزارت کې د مصوباتو د څېړلو، څارنې او ارزونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

د ناستې په بهیر کې، د چارو ادارې عمومي ریاست د څارنې او تګلارې مرستیال د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام څخه و غوښتل چې په دې وزارت کې د مصوباتو د پلي کولو لپاره د اړوندو چارو  په برخه کې همکاري وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د څارنې او څېړلو د ترسره کولو څخه هر کلی وکړ او د یادې موضوع ارزښت ته په اشارې سره یې د مصوباتو له تطبیق څخه د څارنې او ارزونې تر سره کول د چارو د غوره ترسره کولو لپاره یو اړین کار و باله.

ښاغلي منصور د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او تګلارې مرستیال ته په یاده برخه کې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu