د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې رهبرۍ او په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازو تر منځ ګډه ناسته تر سره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۱۰:۷
123

په دغه ناسته کې د اوبو د چارو د تنظيم ملي ادارې عمومي رئيس انجینر خان محمد تکل او د دغه ادارې يو شمېر رئيسانو او انجينرانو په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت استازو سره د فاریاب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنه درې د بند د کاسې د ځمکو استملاک په ستونزو بحث وکړ.

په ورته وخت کې د فاریاب ولایت د ولس استازو په سيمه کې د کار د سست والي او د پروسې له اوږدېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په ټوله کې په دغه ناسته کې د لاندې موضوعاتو په حل باندې ټينګار وشو:

د فاریاب ولایت د پښتون کوټ ولسوالۍ د دهنه درې بند د پروژې پر تطبیق، د اوبو لګونې او اوبو رسونې په معیاري پلان ټينګار کول.

په ملي شورا کې د دغه ولایت استازو، د فاریاب ولایت رهبري او نورو اړونده ادارو په همکارۍ، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت له لارې د خلکو ستونزو ته رسېدل، د استملاک پروسې تطبیق، د خلکو بیا میشتېدل.

د پروژې له کار څخه څارنه، او په سیمه کې د کار پلي کول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي سره وکتل

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي ښاغلي شاه‌ولي ایل‌بندوال سره وکتل او په لغمان ولایت کې د اوبو تأسیساتو د ساتنې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۳۵
Background image

د پکتیا ولایت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پروژې د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري تر څارنې لاندې ونیولې.

د نوموړي ریاست تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري د دغه ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شفلوغ بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د چارو د چټکتیا په. . .

بیرته تګ

User account menu