د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې بنسټیز اصلاحات

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۷ - ۱۲:۱۳
123

د جلالتمآب ولسمشر د ۳۶ ګڼې فرمان پر بنسټ د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۳۰ مه د اوبو او انرژۍ وزارت د «اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره» او د «انرژۍ خدماتو د تنظیم اداره» باندې ووېشل شو. له دې سره په ورته وخت کې د اوبو چارو د تنظیم قانون د پارلمان له خوا تصویب او د ولسمشر له خوا توشېح شو او همدارنګه د ادارې په تشکیلاتو کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شول. د اوبو د چارو د تنظیم په ملي اداره کې دغه بدلونونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په همکارۍ او د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني تر پاملرنې او ملاتړ لاندې، د یوه متخصص ټیم له خوا رامنځته شول.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د پراخې تشکيلاتي ساحې په لرلو سره د وظیفوي تداخل او په تخصصي بستونو کې د غیر مسلکي کسانو د شتون له اړخه د مخکېنۍ ادارې میراث ورته پاتې و، پر پخواني جوړښت بیا کتنه او د غیر مرتبطو او غیر موثرو ادارو انحلال یې د خپل کار په لومړیتوبونو کې ونیوه.

په تخصصي ریاستونو کې غیر مسلکي کسان

له بده مرغه په تېرو شلو کلونو کې پر پرېمانه مالي امکاناتو سربېره، موږ پر دې نه یو توانېدلي چې د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې له فرصتونو څخه ګټه واخلو او له همدې کبله مو ډېر فرصتونو او سرچینې له لاسه وتلي دي. موخو ته په رسېدو کې ناکامۍ ته په کتو سره، اړتیا وه چې د دې لاملونه موندل شوې وای او د شته ننګونو او خنډونو په له منځه وړلو سره، موخو ته د رسېدو لپاره مو لاره هواره کړې وای. د دې ناکامۍ یو عمده لامل د اوبو او انرژۍ وزارت کې د تخصصي کادرونو کمښت و. له بده مرغه په تېرو دوو لسیزو کې د اوبو او انرژۍ وزارت ډېری ریاستونه او بستونه د غیر مسلکي او د تحصیلي رشتې او کاري تجربې خلاف کسانو په واک کې وو، چې دغې چارې د هېواد د اوبو مدیریت ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي.

په اداره کې ریفورم او د تنقیض شویو کارکوونکو وضعیت

په اداره کې ریفورم یو اصل دی چې د وخت اړتیاوو او د علومو پرمختګ ته په کتو باید په اداراتو کې رامنځته شي، ترڅو د ادارې کارونه اغېزناک او کارنده شي. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اداري تشکیل تر طرح کولو وروسته او د اوبو سرچینو پر مدیریت د تمرکز او د موازي کارونو د مخنیوي په منظور، باید د سلګونو غیر مرتبطو بستونو د لغوه کولو او د ګڼ شمېر کارکوونکو د تنقیض لپاره اقدام کړی وای. د دې کار یوازینۍ موخه له شته امکاناتو څخه اعظمي استفاده او په مسلکي بستونو کې د متخصصې بشري قوې څخه موثره استفاده وه. پر دې سربېره هم د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره د تنقیض شویو کارکوونکو د وضعیت په درک کولو سره، هڅه کوي چې د هغوی زده کړو او کاري تجربو ته په کتو په اړونده اداراتو کې ورته کاري فرصتونه ومومي.

راتلونکې لاره او مسیر

اوسمهال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د متخصصو کادرونو په جذبولو سره خپل ټول توان بسیج او په کار اچولی، ترڅو د یوې واحدې رهبرۍ تر چتر لاندې یوه ځانګړي هدف ته چې هغه د هېواد د اوبو سرچینو ګټور مدیریت دی، ورسېږي. د نوي تشکیلاتو پر اساس له نورو همکارو ادارو سره وظیفوي تداخل له منځه تللی او اوس د دې ادارو ترمنځ وظیفوي پراګندګي نه لیدل کېږي. د نوي تشکیل او هغه پراخه واکونو ته په کتو چې د اوبو چارو د تنظیم قانون د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ته په پام کې نیولي او د دې ادارې د دقیقو پلانونو پربنسټ به ډېر ژر د هېواد د اوبو سرچینو د مدیریت په برخه کې د سترو بدلونونو شاهدان اوسو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۹:۴۹
Background image

فاریاب ولایت کې د اجریم غلبلې چکډم پروژه د څه باندې ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

د فاریاب ولایت په المار ولسوالي کې د اجریم غلبلې چکډم جوړونې پروژه د ۴ میلیونه، ۶۲۲ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د فاریاب د اوبو او انرژي رئیس محترم مولوي محي الدین مبارز او یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل عمومي حوزوي ریاست په ودانۍ کې د دوو مرکزي ریاستونو د کارکوونکو لپاره د الکترونیکي حاضري یوه پایه دستګاه نصب شوه

د دغې دستګاه د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژي وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن جلال‌زي، د انرژي پروژو د څارنې او ارزونې رئيس محترم الحاج مولوي فتح الرحمن منصور، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۳۵
Background image

د نیمروز اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د انرژي اغېزمنتیا او ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د نیمروز اوبو او انرژي ریاست کې د انرژي سروې او ارزونه د برېښنا انرژي. . .

بیرته تګ

User account menu