د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د څو نیالګیو په کینولو سره د نیالګیو کینولو له ملي ورځې څخه هرکلی وکړ

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۹:۲۹
123

.

د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ، د کب شلمه نیټه د نیالګیو کینولو د ملي ورځې په نامه، نومول شوې ده. د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د څو نیالګیو په کینولو سره د دې پرتمیني ورځې څخه هرکلی وکړ.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې مشر، ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د نیالګیو کینونه د چاپیریال د زرغونتیا، د هوا د ککړتیا څخه د مخنیونې، د اوبو د سرچینو د ساتنې او د ژوندانه د غوره چاپېریال د جوړونې لپاره ګټور وبلل او زیاته یې کړه چې د نیالګیو کینول او د غوره چاپېریال په جوړولو کې ونډه اخیستنه د غوره او سوکاله ژوند لپاره، په هېواد کې د هر وګړي دنده او مسئولیت دی.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره ټولو هېوادوالو ته بلنه ورکوي تر څو د یوه نیالګي په کینولو سره، د ژوندانه چاپېریال له ککړتیاو څخه وژغوري او خپلو هېوادوالو ته پاکه او صفا هوا ډالۍ کړي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۳۰
Background image

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي سره وکتل

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي ښاغلي شاه‌ولي ایل‌بندوال سره وکتل او په لغمان ولایت کې د اوبو تأسیساتو د ساتنې، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۲:۳۵
Background image

د پکتیا ولایت پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت پروژې د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري تر څارنې لاندې ونیولې.

د نوموړي ریاست تخنیکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

د ارزګان ولایت د شفلوغ بند چارې ۱۰ سلنه پرمخ تللې دي

د ارزګان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري د دغه ولایت د چنارتو ولسوالي اړوند د شفلوغ بند د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د بند د چارو د چټکتیا په. . .

بیرته تګ

User account menu