د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۵ - ۱۳:۲۷
1

دغه ناسته د اوبو او نرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون تر سره شوه.
په دغه ناسته کې په کابل کې د کرنیزو فارمونو د خړوبولو په موخه د څاګانو لهٔ کیندلو سره د موافقې او نه موافقې، د هېواد په ولایتونو کې د مؤسساتو د دندو د وېش او ستونزو د حل په هکله د اقتصاد لهٔ وزارت سره د همغږي او لۀ چهار آسیاب ولسوالي څخه کابل ښار ته د اوبو رسولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه،
د ناستې پهٔ بهير کې رئیسانو او مسؤلینو د یادو موضوعاتو د څرنګوالي په هکله د اوبو له محترم معین سره مفصل معلومات شریک کړل.
ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر ارزولو وروسته اړونده مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu