د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د پروژو د تخنیکي موضوعاتو په هکله ترسره شوه
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د بېلابېلو موضوعاتو لکه د سلما بند د تخنیکي ستونزو او استهلاک شویو وسایلو، د افغانستان برېښنا شرکت او د اوبو د تاسیساتو د ساتنې او مراقبت ریاست ترمنځ د بندونو د ساتنې او مراقبت د تفکیک او د وزارت د اوبو په سکتور کې د نورو ادارو د وظیفوي تداخل په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.
د اوبو ښاغلي معین د ناستې په پای کې د موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې وروسته، اړینې لارښوونې وکړې او د یادو موضوعاتو پر لا زیاتو څېړلو باندې يې ټینګار وکړ.
