د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د لوري بند د تفصیلي ډیزاین او ورته نورو موضوعاتو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، تخنیکي مسؤلینو او سلاکارانو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې، دکندهار د لورې بند په هکله پر بحث برسېره د کیفیت کنټرول ریاست کارمندانو د کمال خان بند د دریم فاز پروژې د څېړلو  په هکله پرزنتیشن وړاندې کړ.

د ناستې په دوام کې د اوبو لګونې، اوبه رسونې او کانالازاسیون ریاست له خوا د زرنجونوبه واسطه د څښاک اوبو د انتقال په طرحه هر اړ خیز بحث وشو.

د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر څېړلو وروسته، اړوند مسؤلینو ته لازم تخنیکي هدایات ورکړل او د اوبو د مدیریت په برخه کې یې پر لا زیاتو هڅو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۳۶
Background image

د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې  چارې ۹۸ سلنه پر مخ تللي دي

۱۴۴۸/۲/۱۵ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۸ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالي کې د واټرشیډ پروژې له چارو څخه څارنه او ارزونه وکړه.

په دې پروژه کې ۱۳ چکډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ.ش | ۱۴۰۵/۵/۵ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده  صاحب، د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ سب‌سټېشن پروژې د کارونو د پرمختګ وضعیت له نږدې وڅېړه او څارنه یې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۱۳
Background image

غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې شاوخوا ۳۸ سلنه پرمخ تللي

۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۵ هـ ل

د غزني ولایت د ولاړو اوبو د فرعي سیندیزې حوزې رئیس، محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده، ورسره مل تخنیکي ټیم په ملتیا د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د. . .

بیرته تګ

User account menu