د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۳:۴۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د اوبو سکتور د یو شمیر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، په سیندیزو حوزو کې د هایدرولوجي ارقامو د راټولولو په برخه کې د شته ستونزو، د استیشنونو لپاره د مناسب ځای ټاکلو او د اوبو معینیت اړوند یو شمیر نورو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، اړوندو رئیسانو او تخنیکي مسئولینو د نوموړو موضوعاتو په هکله معلومات وړاندې کړل او په اړه یې تر هر اړخیزو خبرو، اترو وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول او د اوبو ښاغلي معین له لوري د چارو د غوره پرمخ وړلو او د روان کال د تشکیل او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې پروژو په هکله اړینې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu