د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د اوبو مدیریت پروژو د بهیر چټکتیا په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د اوبو مدیریت پروژو د بهیر چټکتیا په موخه ګډه ناسته ترسره شوه.
دا ناسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل تر رهبرۍ لاندې د دواړو ادارو د یو شمیر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ګډو پروژو لکه توری بند، پلتو بند، شفلوغ بند او د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو د چارو پرمختګ په اړه چې د ملي پراختیا شرکت پواسطه تطبیق کیږي بحث وشو.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د لازمو لارښونو ترڅنګ د پروژو د چارو په چټکتیا ټینګار وکړ.
اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
