د بغلان ولایت په دریو ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول
د بغلان سیندیزې حوزې د مسؤلینو په همکاري او د آغاخان دفتر په مالي ملاتړ په دوشي،پلخمري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې سولر سیسټمونه نصب شول.
د یادو سولر سیسټمونو په نصبولو سره کابو ۴۶ هکتاره کرنیزه ځمکه به خړوبه او ۸۷ کورنۍ به د کرنې په برخه کې ورڅخه ګټه پورته کړي.
همدارنګه د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د یاد ولایت د اقتصاد له رئيس ، د ACTED او ICO موسیسو له مسؤلینو سره د منظور شویو پروژو د غوره پلي کولو په هکله د همغږي ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې د پروژو د پلي کولو پر څرنګوالي او د اړوندو ادارو ترمنځ پر لازمې همغږي باندې بحث او د اندونو تبادله وشوه.
